افغانستانخبرونه

متحده عربي اماراتو ته د امیر خان متقي سفر

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ لوړپوړي پلاوي متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، طالب پلاوی به د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره پر دوه اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو په پراختيا او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

امیرخان متقي داسې مهال متحده عربي امارتو ته سفر کوي چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دی.