خبرونهنړۍ

امریکا کې د توپان او واورو له امله ۵ تنه مړه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د زیاتو واورو اوریدو او توپان له امله ۵ تنه مړه شوي، ۲ سوه زره کسان له برېښنا بې برخي شوي او شاوخوا ۲۳۰۰ څخه زیاتې الوتنې لغوه شوي دي.

دغه توپانونو او د واورو اوریدو له امله د امریکا په ټکساس، مېسوري، کنساس، ویرجینیا او جنوبي کارولینا ایالتونو کې د خلکو عادي ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی، چې له امله یې بېړنی حالات اعلان شوی دی.

په یادو ایالتونو کې ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې رخصت شوي او په نورو ایالتونو کې شپیته میلیونه وګړو ته د سختې سړې هوا له امله د احتیاط سپارښتنه شوې ده.