افغانستانخبرونه

طالبانو د ۲۱۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۹ کانونه استخراج ته سپارلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کانونو او نفتو وزارت وایي، د روان هجري کال له پیل څخه تر دې دمه یې په افغانستان کې د ۲۱۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۹ لوی کانونه استخراج ته سپارلي دي.

د کانونو او نفتو وزارت لپاره د طالبانو ویاند همایون افغان وایي، د دغه کانونو قراردادونه یې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارلي دي، چې په کې د سمنټو، مالګې، یاقوتو او نور کانونه شامل دي.

هغه وایي، د کوچني سکتور کانونو په برخه کې تر اوسه د ۱،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۸ تړونونه لاسلیک کړي دي.