افغانستانخبرونه

  د طالبانو امربالمعروف په کابل کې ۹ کسان نیولي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 د طالبانو په حکومت کې د امربالمعروف وزارت وايي، چې په کابل کې یې محتسبینو د نامشروع اړیکو او قمار په تور ۹ کسان نیولي دي.

دغه وزارت وايي، یاد کسان د کابل ولایت د امر بالمعروف ښاري ریاست محتسبینو د کابل په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو له ډلې یې درې تنه د نامشروع اړیکو او دغه شپږ تنه نور د قماربازۍ په تور نیولي.

له دې څه موده وړاندې هم د امربالمعروف محتسبینو په کابل، لوګر، هرات او دایکندي ولایتونو کې ګڼ شمیر کسان د نامشروع اړیکو په تور نیولي وو.