افغانستانخبرونه

  کندهار کې د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د چرګانو دانې تولیدي فابریکه پرانیستل شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کندهار کې د یو افغان سوداګر له لوري د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د چرګانو دانې یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د دې کارخونې مسوول حاجي محمدسلیم کریمي وايي، دا کارخونه د نړیوالو معیارونو سم جوړه شوې او په یوه ساعت کې ۲۵ ټُنه دانې د تولید ظرفیت لري.

نوموړی تمه لري چې د دې کارخونې پرانېسته به د چرګانودانې او هګیو تولید په سکټور کې د ځان‌بسیاینې په لور یو ستر ګام وي.

بلخوا د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده وایي، له دې وړاندې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت له نورو هېوادونو د چرګانو دانو او هګیو واردات لرل چې دغه کچه به سږکال صفر ته ښکته شي.

خو صنعتکاران وایې د برښنا کمښت، د خامو موادو نشتون او لوړه مالیه هغه څه دي چې له کبله یې ډیر کله د دوی چارې ټکنۍ وي.