کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک اعلان کړی، چې د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
دغه بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک وایي، د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.