کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمیسون وایي، په ایران کې ۲۰۲۴م کال کې ۹۰۱ کسان اعدام شوي دي.
د دغه را پور له مخې؛ له یادو کسانو یواځې څلوېښت تنه یې د تیر کال د ډسمبر میاشتې په یوې اونۍ کې اعدام شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک په ایران کې د اعدام په سزا د محکومو کسانو د شمېر زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی دی.
د بهرنیو خبري اژانسونو له مخې، په ایران کې د قتل، نشه یي توکو کاروبار او جنسي تیري په شمول د سختو جرمونو لپاره د مرګ سزا ورکول کیږي.
په دې اړه ایراني چارواکو تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.