کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ختیځ ننګرهار وروسته طالبانو په نورستان ولایت کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځور پر خپریدو د بندیز پرېکړه کړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نورستان کې دغه بندیز په یاد ولایت کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست لخوا نورو مسؤلینو ته د سپارښتنې وروسته شوی دی.
په دغه بندیز کې ویل شوي، تر دې وروسته په نورستان کې هیڅ رسمي اداره حق نلري، چې د ژوندیو موجوداتو انځور واخلي او یا یې خپور کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان په شپږو نورو ولایتونو کې هم ورته پرېکړه شوې، چې له امله یې رسنیز مرکزونه له ننګونو سره مخ کړي دي.