کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د جرمنی چارواکي وایي، ۲۰۲۴ کال کې له دغه هېواده ۱۳۶۱ افغانان له خپلې خاورې ویستلي دي.
د دغه هېواد کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر وایي، دغه کسان یې افغانستان ته د مجرمانو د شړلو لړۍ په ترڅ کې له خپلې خاورې ویستلي دي او دا چاره به لا هم دوام وکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې یې په ټولیز ډول له دغه هېواد ۱۸۳۸۴ تنه ویستلي، چې تر ټولو زیات یې د جورجیا هېواد اړوند دي.
ویل کیږي، په دغه کال کې جورجیا ته له ۱۶ سوو زیات اتباع یې ور لیږل شوي دي.
بلخوا جرمني ۱۷۲۰ ترکیي وګړي چې تر ټولو لوړ شمېر دی، د ډوبلین مقرراتو له مخې، له خپل هېواد څخه نورو اروپایي هېوادونو ته لیږلي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، له ۸۱۶ عراقي وګړو څخه چې په ۲۰۲۴ کال کې له جرمني شړل شوي، ۶۱۵ کسان په مستقیم ډول عراق ته استول شوي دي.