افغانستانخبرونه

هلمند کې خاوند خپله میرمن په وهلو ډبولو وژلې ده

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

سرچینې وایي، په هلمند ولایت کې یو تن خپله میرمن په وهلو ډبولو سره وژلې ده.

د را پورونو له مخې؛ د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند صافیانو کلي کې تیره شپه یو تن خپله میرمن د خرابې ډوډۍ د پخولو له امله وهلې او ډبولې.

د بُست ولایتي روغتون یوه ډاکټر ویلي، دغه میرمن روغتون ته را لیږدول شوې وه، چې د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.