افغانستانخبرونه

د طالبانو حکومت له چین د روغتیا او برښنا تولید برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د طالبانو د حکومت د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي، چې هېواد یې افغانستان سره د روغتونونو د تجهیز او د برښنا د تولید په برخو کې همکاري وکړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دواړو لورو د چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

د نوموړي د مالوماتو له مخې د چین سفیرجاوشینګ ویلي، هېواد یې چمتو دی چې بېلابېلو په ځانګړې توګه د روغتیا، د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د سړو خونو جوړولو، بیرته راستنېدونکو ته د سرپناه برابرولو او د کانونو استخراج په برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي.

د روغتیا او د برښنا تولید برخه کې د چین د همکارۍ غوښتنه داسې مهال کېږي چې، د هیواد په زیاتره لرې پرتو ولسوالیو کې خلک د درملنې خدمتونو او دوامداره برښنا ته لاسرسی نه‌لري.