افغانستانخبرونه

طالبانو په کابل او نورستان کې دوه ښځې او یو سړی په درو وهلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په کابل او نورستان ولایتونو کې یې د دوو ښځو په ګډون درې کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.

د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، له دې ډلې یې یو سړی او ښځه په کابل کې د نامشروع اړیکو درلودلو په تور عام محضر کې مجازات کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې محکمې له دغو کسانو هر یو ته ۳۹-۳۹ دُرې او دغه راز نارینه یو کال او ښځه یې په شپږو میاشتو بند محکومه کړې ده.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه راز د نورستان په وایلګل ولسوالۍ کې هم یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور طالبانو عام محضر کې په درو وهلې ده.

 د بشري حقونو سازمانونه او فعالان په درو وهل “غیر انساني او ظالمانه” کار بولي، خو د طالبان د خپل دې اقدام دفاع کوي او دا د تشریح شويو “اسلامي قوانینو” عملي کېدل بولي.