کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پکتیکا کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په یحیا خېلو ولسوالۍ کې طالبانو د ټولنیزو رسینو یو فعال په فیسبوک کې د خپل نظر د شریکولو لامله نیولی دی.
سرچینه زیاتوي دغه کس عبدالحنان نومیده او په اصل د پکتیکا د یحیاخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راستون شوی و.
د سرچینې د مالوماتو نوموړی تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د طالبان واستخباراتو نیولی او تراوسه یې برخلیک څرګند نه دی.
طالب چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د طالبانو استخباراتو له دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمیر کسان په خواله رسنیو کې د دوی پر ضد د فیسبوکي پوستونو له کبله نیولي وو.