کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایې چې د طالبانو امربالمعروف ادارې په نورستان کې د ژوندیو موجوداتو پر عکس او ويډیو اخیستلو بندیز لګولی دی.
د یاد مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بندیر د نورستان په ټولو دولتي ادارو کې نافذ شوی دی.
دغه راز د دولتي ادارو مسوولانو ته امر شوی چې د اداري ناستو د عکسونو او ویډیوګانو د خپرولو پرځای دې د خپلو ادارو د ودانیو عکسونه خپاره کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر یاد اقدام نیوکه کړې او دا یې په ښکاره د رسنیو له قوانینو سرغړونه بللې ده.
یاد مرکز ویلي دا شپږم ولایت شو چې طالبانو په کې پر عکس او ویډیو اخیستلو بندیز لګوي.
له دې څو ورځې وړاندې په پنجشیر ولایت کې هم طالبانو د ژوندیو موجوداتو پر عکس او ویډیو اخیستلو بندیز لګولی و.