افغانستانخبرونه

ناپيژانده وسله والو په لوګر کې یو کس وژلی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 په لوګر کې ځايي سرچینې وايي چې ناپيژانده وسله‌والو په دغه ولایت کې یو موټر چلوونکو وژلی دی.

د سرچینو د مالوماتو له مخې وژل شوی کس ثمرګل نومېده او په اصل د پکتیا ولایت اوسېدونکی و، چې جسد یې ولسي خلکو د لوګر ستانکزیو درې په «پادخواب شانه» کلي کې موندلی دی.

سرچینې زیاتوي دغه کس په خپله موټرواني کوله چې وسله والو ترې له وژل کېدو وروسته موټر هم تښتولی دی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ویلي نه دي.

په لوګر کې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې طالبانو یې لامل شخصي دښمنۍ بللي دي.