مقالې

ټرمپ به دا ځل له حده زیاته په نړیوالو مسایلو کې ښکیل شي

لیکوال: ډاکټر ذکي

ولو چې ترمپ د new isolationism یا په بهرنۍ تګلاره کې د لږې ښکیلتیا دعوا لری او د امریکا خلکو سره یې ژمنه کړې ده چې د امریکا داخلي مسایلو ته به ډیره توجه کوي یا د ”America first ”شعار لري خو له ارادو یې داسې ښکاري چې ترمپ به داځل ترحده زیاد په نړیوالو مسایلو کې ښکیل پاتې شي او حتی له موجوده نړیوالو ستونزو سره نورې ستونزې هم وزیږوي.

په دوو دلایلو ویلی شو چې د جمهور ریس ترمپ راتلونکي دوره به په نړۍ کې جګړې ختمې نکړي بلکې دعوې دنګلې، منازعات او شخړې به لاپسې زیاتې او وپاروي.

۱:جمهوري غوښتونکي په سنتي او تاریخي لحاظ له دیمکراتانو برخلاف چې په بهرنۍ پالیسۍ کې تر ډیره حده په دیپلوماسۍ  یا نرمو ابزارو تکیه لري دوی به پخپله بهرنۍ تګلاره کې له زور، فشار او حتی له پوڅي ځواک څخه ډیر کاراخلي او غواړي د امریکا اهداف د نرمو ابزارو پرځای په کلکو تګلارو لاسته راوړي.

۲:د ولسمشر ترمپ انتخاباتي شعار دا و چې غواړي د متحده ایالاتو عظمت دبیا لپاره ژوندۍ او اعاده کړي(make america greate again).په داسې یوه نړۍ کې چې هرې خوا پکې نور هیوادونه لکه چین روسیه او نور منطقوي قدرتونه د خپلو ګټو پخاطر غواړي د امریکا سره رقابت وکړي ، هیڅکله امکان نلري چې امریکا دې خپل عظمت، سیاسي او نظامي تفوق له جګړې پرته وساتي.نو بنا د ښاغلي ترمپ په دوره کې به جګړې ختمې نه بلکې د نړیوالو منازعاتو شکل،د جګړو تکتیک،د جکړې جغرافیه او د جکړو ښکیلې غاړې او لوبغاړي به بدل شي خو جګړې به پای ته ونه رسیږي.

جمهور ریس ترمپ ښایي د امریکا په مشرۍ هغو سنتي جکړو ته د پای ټکی کیږدي چې نورو هیوادونو ته پکې فوځیان ولیږل شي او یا لوړ مالي مصارف ولري یا په بل عبارت هغه جګړې چې دیمکراتانو پیل کړی دي لکه د اوکرین جکړه او یا په ناتو کې د غړیتوپ له لارې هغو جګړیزو ستراتیژیو ته به پام لږ کړي چې لوړ مالي مصارف لري خو ترمپ به د امریکا جګړو ته په بله بڼه چې هغه به اقتصادي ،سیاسي،مالي تجارتي او حتی هغه فوځي مداخلو ته دوام ورکړي چې د امریکا د عسکرو فعال حضور او لوړ مالي مصارف ونلري.

۱:ترمپ به د جګړې تکتیک بدل کړي د مثال په ډول په منځني ختیځ کې به اسرایل په پوځي او سیاسي لحاظ وهڅوي چې پر ایران او یمن حمله وکړي امریکا به یې سیاسي ملاتړ کوي خپلو منطقوی دوستان لکه سعودي او امارات به وهڅوی چې د ایران او یمن پروړاندې جکړه وکړي خو خپله به په جګړه کې فعاله ونډه وانخلي اما د اسرایلو یو کلک ملاتړ به پاتې شي.

۲:په افغانستان کې ښایي پر تالبانو د امریکا مالي مرستې بندې کړي، د طالبانو ترمنځ داخلي اختلافاتوته به لمن ووهي او هڅه به وکړي چې لدې لارې طالبان کمزورې کړي. د طالبانو پر وړاندی ښایي نورې وسلوالې ډلې لکه د مقاومت جبهه غښتلی کړي.خو پخپله په هیڅ ډول به بیا افغانستان ته فوځیان نه استوي.په همدې ډول ښایي پاکستان وهڅوي چې د تالبانو سره په یوډول جګړه کې سره ښکیل شي.

۳:ترمپ به د نړیوالو منازعاتو ډول بدل کړی لکه پخوا به امریکا ترډیره د ارزښتونو جګړه کوله خو اوس به یې دجګړو موخه تر ډیره حده اقتصادي،تجا تي امنیتي او د ځمکني بشپړتیا د پراخوالي پخاطر وي.

۴:ترمپ به د جګړو او منازعاتو جفرافیه بدله کړي هغه داسې چې ترمپ به داځل له امریکا څخه لرې نه بلکې د خپلو ګاونډیانو لکه کاناډا مکسیکو او پانامې سره په لانجو او دعوو لاس پورې کړي.ولو چې خبره به تر وسلوالو نښتو ونه رسي خو امریکا به د ترمپ په دوره کې د خپلو ګاونډیانو سره سخت چلند ته مخه کړي.

۵:ترمپ به د جګړو ،منازعاتو ښکیل لوبغاړي بدل کړي لکه د روسې پرځای به تر ډیره مخ چین ته ورواړوي او پر چین به سیاسي اقتصادي او دیپلوماتیک فشارونه زیات کړي په همدې ډول به ترمپ هڅه وکړي چې د خپلو رقیبانو سره سره داځل د خپلو سنتي دوستانو او انډیوالانو سره هم ښکیل شي.

۷:ترمپ به د ماسک او نورو تجارتی او سیاسي انډیوالانو له لارې یو ډول میډیایي او رسنیزه تبلیغاتي متشنجه فضا رامینځته کړي او لدې لارې به په نورو غربي هیوادونو کې ددیمکراتو ګوندونو مشران استعفا او د قدرت پریښودو ته اړ باسي لکه د ترودو استعفا یا د برتانې، جرمني او فرانسې د حاکموګوندونو مجبورول چې حکومتونه ړنک او یا استعفاوې ورکړي.

په ټوله کې د ترمپ دوره به ښایي له جګړو ډګه نه وي خو له دعو دنګلو، منازعاتو، سیاسي او تجارتي شخړو او دیپلوماتیکو ناکراریو ډکه وي. ترمپ به هم له خپلو رقیبانو سره ښکیل وي او هم به د خپلو دوستانو او ګاونډیانو سره او په عین وخت کې به په داخلي سیاست کې د دیمکراتانو سره په ناندریو بوخت وي. د ترمپ دوره به د امریکا لپاره د بې فایدې جنجالونو څخه یوه ډکه دوره وي.