کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
دغه سازمان ویلي چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې شته چې تېر کال په دغو دوو هېوادونو کې ټول ټال ۹۲ ماشومان په دغه ویروس اخته شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې له دې ډلې ۲۵ پېښې په افغانستان او پاتې ۶۷ یې په پاکستان کې لیدل شوي دي.
تېره اونۍ په خیبر پښتونخوا، بلوجستان او سند په صوبو کې د پولیو درې تازه پېښې راپور شوې وې.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې یوازې په دغه ویروس د ککړو ۱۲ ماشومانو راپورونه خپاره شوي وو.
په دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو واکسین سره د مخالفت له امله تر اوسه هم د دغو هېوادونو ماشومان له دغې ناروغۍ رنځیږي.
په تېر کال کې د پاکستان په بېلابېلو صوبو کې د پولیو واکسین په کارکوونکو او د هغوی پر ساتونکو مرګوني بریدونه شوي چې له امله د پولیو کارکونکو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې وه.
بل لور په افغانستان کې هم د پولیو واکسین سره ځینې ډلې مخالفت څرګندوي. دوه میاشتې وړاندې طالبانو د پولیو واکسین ته اجازه ورنکړه، بیا وروسته د کور په کور پر ځای یې پرېکړه وکړه چې په جوماتونو کې دې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي چې یو شمېر غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل.