خبرونهنړۍ

ترکیې ۳۰  نور افغان کډوال نیولي دي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د ترکیې پولیسو د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه ۳۰  نور افغان کډوال نیولي دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بتلیس ښار پولیسو پرون یو شمېر ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

بل خوا د ترکیې د سیواس او بالي‌کسیر ښارونو پولیسو هم شپږ افغان کډوال نیولي او د ایستلو مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

په راپور کې راغلي چې د ادرنه ښار پولیسو ۱۵ افغان او پاکستاني کډوال نیولي، خو دا څرګنده نه ده چې څو یې افغانان یې دي.

د يادونې ده چې د ترکيې پوليسو له څه مودې راهيسې د افغان کډوالو د نيولو او ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

څه موده مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت راپور ورکړی وو چې په یوه کال کې یې ۱۴۱ زره او ۱۸۷ ناقانونه کډوال ایستلي دي.