
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او د هېواد ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې د سختې زلزلې ټکان رامنځته شوي، چې له امله یې تر اوسه د زیانونو معلومات نشته.
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د زلزلې له امله د یو شمېر کورونو د نړیدو خبر ورکړ، خو نور معلومات یې ندي ورکړي.
په نورو ولایتونو کې هم خلکو د سختې زلزلې د ټکانو خبر ورکړی، خو د زیانونو په اړه تر اوسه معلومات نشته.










