کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې پاکستان ۵۹ افغانان د تورخم له لارې را شړلي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو دولتي اژانس باختر خبر ورکړی، چې دغه کسان تېره ورځ په جبري ډول له پاکستان ایستل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د دغو کسانو له ډلې ډېرو یې هلته د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل، نو له همدې کبله پولیسو نیولي دي.
له دې څو ورځې وړاندې هم نږدې ۵۴ افغانان د تورخم له لارې پاکستاني چارواکو طالبانو ته سپارلي وو. د مالوماتو له مخې پاکستان یوازې تېره اوونۍ ۲۴۰ افغانان د تورخم له لارې په جبري توګه ایستلي دي