کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا لاس انجلس کې په ځنګلونو کې د اور لګیدو له امله دوه تنه وژل شوي، لسګونه ټپیان دي او زرګونه ودانۍ یې سوزول شوي دي.
را پورونه وایي، دغه اور لومړی د مالیبو غونډیو ته څېرمه په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې لګیدلی وو، چې د بادونو د لاس انجلس پسېفیک پالسیدس، ووډلي، هورېسټ او ایټون سیمو ته وغځو.
د بي بي سي د را پور له مخې؛ دغه اور له امله یوازې پالسیدس کې تر ۱۰۰۰ ډېرې ودانۍ، چې کورونه، دفترونه، پلورنځي او نور پکې شامل دي، سوزولي دي، دغه راز ۳۷۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، همدا راز ایټون کې هم ۳۲۰۰۰ زره کسانو ته ویل شوي چې خوندي سیمو ته ووځي.
بلخوا چارواکي وايي د لاس انجلس ښار د اوبو رسونې سیستم داسې نه دی جوړ شوی، چې د ځنګلي اورلګېدنو پر مهال دې د اوبو اړتیا پوره کړای شي.
له پسېفیک پالسیدس سیمې چې ارام سمندرګي ته نژدې د سانټا مونیکا په غرونو کې پرته ده، ۳۰ زرو کسانو ته د هر څه ژر وتلو امر شوی.
د لاس انجلس د اور وژنې اداره وايي ۱۳ زره کورونه د سوځېدو له خطر سره مخ دي.
د اور لګېدنې د نښو پېژندونکي ۲۵۰ تنه هلته سم لاسي پر دندو لګیا دي چې له پېښېدونکو او احتمالي اور لګېدنو خلک خبر کړي.