خبرونهنړۍ

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ اسرائیلي پوځیان او ۶۰ فلسطیني وګړي وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د را پورونو له مخې؛ په تیرو په غزه د اسرائیلو تازه بریدونو له امله د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۶۰ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې اسرائیلي ځواکونو پر غړې تړانګه هوایي او ځمکني بریدونه کړي، چې له امله یې د ۴ ماشومانو په ګډون شپیته تنه فلسطیني وګړي وژلي.

په ورته وخت کې د غزې په شمال کې حماس ډله وایي، چې په یوه برید کې درې اسرايیلي سرتیري وژلي او یو بل ټپي دی.

د یو بل خبر له مخې؛ د اسرائیلو مرکز تل ابیب کې تیره شپه زرګونو کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې د حماس ډلې سره د اسرائیلي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.