خبرونهعجایبنړۍ

په ایټالیا کې یو سیمه ییز ښاروال د خلکو په ناروغۍ د بندیز اعلان وکړ.

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ایټالیا هېواد د بیلکاسټرو د کلا بریا سیمې ښاروال د سیمې خلکو ته امر کړ، چې د روغتیایي مرکزونو په وړاندې د ستونزو او کړکیچ د مخنیوي په موخه ناروغ نشي.

د یادې سیمې ښاروال انتونیو ټورچیا د سیمې خلکو ته امر کړئ، چې باید له داسې ناروغۍ سره مخ نشي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

هغه ځایي خلکو ته د استراحت کولو سپارښتنه کړې او ورته یې ویلي، چې له هغه کار کولو څخه ډډه وکړي، چې ممکن د جدي ناروغۍ یا ټپي کېدو لامل کیږي.

ښاروال ویلي، چې د کلابریا سیمه ۱۲ سوه وګړي لري، چې نیمایي له ۶۵ کالونو څخه زیات عمر لرونکي دي او له دغه سیمې څخه مرکزي روغتون شاوخوا ۳۵ کیلو متره لرې دی.

کلابریا د ایټالیا له بې وزلو سیمو څخه ده، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې پکې ۱۸ روغتونونه تړل شوي دي.