کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان پنجاب ایالت په جلالپور سیمه کې د یوې کورنۍ شپږو وروڼو د یوې بلې کورنۍ د شپږو خویندو سره یو ځای ډله ییز واده وکړ.
د یادو وروڼو پلار ويلي، خوښ دی، چې زامن یې یو خسر لري او د شپږو خویندو په واده کولو سره به د دوی کورنۍ کې د مینې او یوالي ژوند هم تیر شي.
هغه وایي، د واده مراسم یې هم د نورو په تیر په ساده ډول نیولې و او د ډله ییز واده له امله یې کم لګښت هم شوی دی.
د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې هم د پاکستان په ملتان کې ۶ وروڼو د خپل شپږو تره لورګانو سره واده کړی وو.