کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو او ځورولو د نوې څپې په پیل سره، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د دغه اقدام د بندېدو غوښتنه کړې ده.
به دغه اعلامیه کې په رسمي ډول د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې، چې له افغان کډوالو سره دې له زغمه کار واخلي او له هغوى سره دې ناسم چلند ودروي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند له افغان کډوالو څخه هم غوښتي، چې د خپل عزت د ساتلو لپاره دې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.
تر دې مخکې، په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې افغان سفارت د پاکستاني پولیسو له لورې د اته سوه افغانانو د نیول کېدو خبر ورکړی وو.
په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان روانه اونۍ په اسلام اباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، زرګونه افغان کډوال د نړیوالو معیارونو په خلاف، نیولي او شکنجه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د جنوبي آسیا د څانګې مرستیال بابو رام پنت ویلي چې، د پاکستان دا اقدام د افغان کډوالو پر وړاندې د لوی تبعیض سیاست یوه برخه ده.
هغه زياته کړې چې په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان کړنې د نړيوالو ملاحظاتو په خلاف، په خپلسري ډول ترسره شوي او د هغوى چلند تر ډېره له افغان کډوالو سره د سياسي کړنو له امله دى.
د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه په یوه راپور کې تایید کړې چې پاکستان حتی هغه کډوال نیولي او ایستلي دي چې قانوني اسناد یې درلودل.