خبرونهنړۍ

یوه فلسطیني فعال د اسرائیلو د لومړي وزیر مجسمه ونړوله

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

یوه فلسطیني ټولنیز فعال د مکسیکو په پلازمېنه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو مجسمه نسکوره او نړولې ده.

په داسې حال کې چې د هغه له دغه اقدام څخه فلم اخیستل کېدو، پر مجسمې باندې د سور رنګ په شیندلو سره هغه یې نسکوره او ويجاړه يې کړه.

هغه ویلي،د ده دغه اقدام، د يهودیانو پر ضد نه، بلکې په غزه کې د اسرائیلو د جنايتونو او نسل وژنې په غبرګون کې دی.

دا اقدام د مکسیکو په پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د مومیایي مجسمو د موزیم دننه ترسره شوی دی.