افغانستانخبرونه

طالبانو کاپیسا کې د درې ښځو په ګډون ۵ تنه په دُور وهلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو سترې محکمې ویلي، کاپيسا ولایت کې یې د درې ښځو په ګډون پنځه تنه په عام محضر کې په دُورو وهلي

د دوی د محکمې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، درې میرمنې او دوه نارینه یې د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې له کوره د تېښتې، نامشروع اړیکو او زنا په تور یاده سزا ورکړې.

طالبانو ویلي، دوه تورن کسان یې په ۳۹، نهه دیرش دًورو او یو، یو کال تنفیذي بند محکوم کړي، دوه نور یې بیا په په یو، یو کال تنفذید بند محکوم او شل، شل دورې وهلي، دغه راز یو بل تن یې اته درې وهلی او په شپږ میاشتې بند یې محکوم کړی.

طالبان وايي، یادو کسانو ته د سزا ورکولو پر مهال د کاپیسا ولایت د ځايي طالب چارواکو ترڅنګ عامو خلکو هم حضور درلود.