کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا پاره چنار سیمې ته یې له اوږد ځنډ وروسته ۳۵ لارۍ مرسته لیږدولې، چې په کې بېلا بېل اړین خوراکي او نور توکې شامل دي.
د کورمې صوبې د کمشینر مرستیال اشفاق خان ویلي، دغه توکې یې د پاره چنار سیمې خلکو ته د ورکړل شویو کارتونو له مخې ویشلې، چې په کې درملیز او خوراکي توکې شامل وو.
په کورمې ولسوالۍ کې سوداګر وایي چې د شاوخوا ۴۰۰ زره خلکو لپاره په ۲۵ لاریو بار خوراکي توکي بسنه نه کويي او د اړتیاو د پوره کولو لپاره باید تر ۵ سوه لاریو پورې د خوراکي توکو مرستې هلته ولیږدول شي.
د شاوخوا ۱۰۰ ورځو را په دې خوا کورمې ته د نا امنۍ او تاوتریخوالي له امله ټولې لارې بندې شوې او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
داسې راپورونه هم شته چې په کورمه کې د خوراکي توکو تر څنګ په روغتونونو کې د دارو درملو د نشتوالي او کموالي له امله تر دې مهاله د ۱۴۷ ماشومانو په ګډون ۲۲۱ تنه مړه شوي دي.