افغانستانخبرونه

د پاسپورتونو د اعتبار له اړخه سنګاپور په لومړی او افغانستان په وروستۍ درجه کې دی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د “هنلي پاسپورټ انډیکس” د نوي راپور له مخې، د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۵ کال کې یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ وپېژندل شو.

دغه سازمان چې هر کال د نړۍ هېوادونو ته د بې وېزې سفرونو پر بنسټ د نړۍ د پاسپورټونو اعتبار درجه بندي کوي، یو ځل بیا د سنګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو معتبر پاسپورټ اعلان کړ.

د سینګاپور پاسپورټ لرونکي کولای شي د نړۍ له ۲۲۷ هېوادونو او سیمو له جملې څخه ۱۹۵ هېوادونو او سیمو ته له ویزې پرته سفر وکړي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان پاسپورټ لرونکي ۲۶ ځایونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي چې په عمومي توګه افریقایي هېوادونه دي.

له سنګاپور وروسته، د جاپان پاسپورت د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو او سیمو ته له ویزې پرته په سفر کولو سره دویم ځای او د فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جنوبي کوریا او اسپانیې پاسپورټونو د نړۍ ۱۹۲ ځایونو ته له ویزې پرته په سفر کولو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

د امریکا پاسپورټ ، د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو او سیمو ته د ویزې پرته سفر کولو سره، د هنلي پاسپورټ د جدول په درجه بندۍ کې نهم ځای خپل کړی.

له افغانستان وروسته د سوریې، عراق، یمن او پاکستان پاسپورتونه د جدول په پای کې ځای لري.