کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې ۷۴ ماشومان په غزې کې د سختې يخنۍ او سړې هوا له امله مړه شوي دي.
په غزې باندې د اسرائیلو د ۴۶۱مې ورځې د حملو په دوام کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د نوي ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړۍ اونۍ کې ۷۴ ماشومان د غزې په ګډون په هغو سیمو کې چې خوندي اعلان شوې وې، د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
د یونیسف د راپور له مخې د نوي میلادي کال په لومړۍ اونۍ کې د اسرائیلو په حملو کې لږترلږه ۳۳۲ فلسطینیان وژل شوي.
په غزې کې د جګړې له پیله تر اوسه څه باندې ۱۷ زره ماشومان په شهادت رسېدلي او کابو ۲۶ زره نورو ماشومانو خپل مور او پلار له لاسه ورکړي او یتیمان شوي، چې ۱۲ زره ۶۳۳ یې نجونې او ۱۳ زره ۳۴۰ یې هلکان دي.