افغانستانخبرونه

پاکستان کې تیر کال د ګوزڼ اویا مثبتې پېښې ثبت شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۴ کال د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پيښو شمېر ۷۰  ته ورسید.

پرون په کراچۍ ښار کې د پولیو د یوې مثبتې پيښې خبر خپور شو. ډاکټران وایي چې دا ماشوم په اصل کې تیرکال په پولیو اخته شوی وو او تازه یې ناروغي تشخیص شوه.

تر دې وروسته د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام اعلان وکړ چې سږ ۲۰۲۵  کال به په ټول پاکستان کې د فبروري له میاشتې تر پنځو کلونو پورې ماشومان بیا واکسین کړي.

په پاکستان کې د پولیو ۲۷ پيښې په بلوچستان، ۲۱ په خیبرپښتونخوا، ۲۰ په سند او یوه یوه پيښه په پنجاب او پلازمینې اسلام اباد کې ثبت شوې دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هئوادونه دي چې لاهم د پولیو مثبتې پیښې پکې لیدل کېږي.