کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن سهار د طالبانو په ډزو کې یو ریکشا چلوونکی په ډزو وژل شوی دی.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د طالبانو د امنیت امر مولوي محمد طاهر مبار ز ادعا کړې، چې په ریکشا کې د مبایل او نورو توکو غله تښتیدلی او ترې د دوی په منسوبینو ډزې وشوې، چې په ځوابیه ډزو کې غل ټپي او ریکشا چلوونکی وژل شوی دی.
هغه زیاته کړې، له یادې ریکشې څخه لومړی پر طالبانو ډزې شوي، چې یو طالب هم ټپي شوی دی.
طالبان وایي، له وژل شوي ریکشا چلونکي څخه غلا شوي توکې هم تر لاسه شوي.