ټیکنالوژي

اندونیزیا کې د ایفون شپاړس پلور لو ته لا هم اجازه نشته

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په اندونیزیا کې د دغه هېواد د قانون نه مراعت کولو له امله د ایفون شپاړس په پلور باندې بندیز دوام لري.

د را پورونو له مخې؛ د اندونیزیا  د قانون له مخې، باید په دغه هېواد کې یاد شرکت پخپلو تولید شویو توکو کې ۳۵ سلنه اندونیزیایي توکې وکاروي، چې د یادې چارې نه ترسره کولو له امله په دغه هېواد کې د ایفون شپاړس په پلور بندیز لګیدلی.

د اپل مبایل جوړولو شرکت په اندونیزیا کې ویلي، چې د دغه  هېواد چارواکو سره هوکړې ته رسیدلي، خو لا هم ایفون شپاړس ته په دغه هېواد کې د پلور اجازه نده ورکړل شوې.

تمه ده چې د یاد امریکايي شرکت تولید په ۲۰۲۶کال کې پیل شي او اندونیزیا اقتصاد ته به یو میلیارډ ډالر وراضافه کړي.