
( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د بل هېواد نشته په نوم د فلسطین په اړه جوړ شوي مستند فلم د اسکار جایزه وګټله.
دغه فلم چې د فلسطیني لوبغاړي «بازل آدرا» په کې لوبیدلی، د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د اجباري کوچ، د فلسطینیانو د کورونو ویجاړولو او پر ځای یې د دوی پوځي اډو جوړولو موضوعات یې انځور کړي دي.
بلخوا د اسرائيلو ۱۴ تلویزیون ویلي، د اسرائیلو د کلتور وزیر «میکي زوهار» ادعا کړې: چې «بل هېواد نشته» فلم چې د اسکار جایزه یې ګټلې، د اسرائیلو په اړه تحریف شوی روایت وړاندې کوي.
هغه زیاته کړې، دغه فلم ته د اسکار جایزې ورکول د نړیوال سینما لپاره یوه غمجنه شیبه وه.
دغه وزیر ادعا کړې: د دې فلم جوړونکو د واقعیت د پیچلتیاوو پر ځای هغه روایتونه وړاندې کړي چې د اسرائیلو څېره خرابوي.
د یادونې وړ ده، چې د اکیډمۍ علومو او هنرونو د ۹۷مې جایزو ورکولو مراسم چې د اسکار په نوم پیژندل کیږي، د دوشنبې په سهار په لاس انجلس کې ترسره شول.