افغانستانخبرونه

طالبان د نجونو د تعلیم په اړه پاکستان کې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون نه کوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي هېوادونو په دوه ورځني کنفرانس کې طالبانو ته هم بلنه ورکړې وه، خو دوی په کې برخه وانخیسته.

د یاد هېواد د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي په دې اړه ډیر وضاحت ندی ورکړی.

دغه کنفرانس نن په اسلام اباد کې د رابطة العالم الاسلامي ټولنې په نښت جوړ شو، چې په کې د بېلا بېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی.

د دغه کنفرانس موخه په اسلامي نړۍ، په ځآنګړي ډول افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه بحث کیږي.

ټاکل شوې دغه کنفرانس کې سبا د علماؤ له ادرسه د نجونو زده کړو په اړه یوه فتوا هم صادره شي.