افغانستانخبرونه

له ترکيې سره به ګډ سوداګريز نندارتونونه زيات شي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د طالبانو تر ولکې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې چې د افغانستان د غالیو د تولید او صادراتو د ټولنې غړو د ترکیې هېواد د غالیو د ټولنې له مشرتابه سره کتلي دي.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې غونډه کې دواړو لورو ترکیې ته د افغاني غالیو د ګمرکي معافیت او د ګډو نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي په دې ناسته کې د ترکیې د غالیو ټولنې په دغه هېواد کې د افغان غالیو د صنعت د پراختیا او ودې لپاره د اړینې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.