افغانستانخبرونه

له دیني مدرسو فارغو زده کوونکو ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکول کیږي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د ازموینو له اخیستو وروسته به  د مدرسو ۲۶ زره زده کوونکو او «دیني عالمانو» ته د لیسانس او ​​ماسټرۍ سندونه ورکړي.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې، د دغو کسانو د ازموینې اخیستو بهیر تېره ورځ د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې پیل شوی او شپږ ورځې به دوام وکړي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې ازموینه کې به د مدرسو ۱۵۰۰۰ طالبان د «عالمیه» ماسټرۍ سند ترلاسه کړي او نور۱۱۰۰۰ کسان به د «عالیه» یا لیسانس سند ترلاسه کړي.