کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
روسیي چارواکو ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال پرمهال د د دغه هېواد د اوړو ترټولو لوی پېرودونکی هیواد و.
د رسنیو د راپورونو له مخې افغانستان ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه پېرلي چې، دغه شمېر د ۲۰۲۳ پرتله دوه برابره زیات وو.
په راپور کې راغلي، افغانستان له دې امله له بهره اوړه او غنم واردوي چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي تولیدي ظرفیت نهلري.
دغه کال کې روسیې ټولټال د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.
د راپور لمخې، تر افغانستان وروسته، چین او ترکمنستان د روسیې د اوړو نور ستر پېرودونکي هېوادونه دي.