کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د سعودي عربستان پلازمینه ریاض ښار د سوریې د راتلونکي په اړه د لومړنۍ نړیوالې غونډې کوربه دی
د سوریې د حاکمې ډلې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني دې غونډه کط د ګډون په موخه پرون ریاض ته رسیدلی.
دا لومړنۍ سیمه ییز او نړیواله غونډه ده، چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د دغه هېواد په اړه ترسره کیږي.چ
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو، امریکا، بېلا بېلو نړیوالو اتحادیو استازو او ګڼ شمېر هېوادونو چارواکي هم ګډون وکړي.