افغانستانخبرونه

کندهار کې د«پنجاو»کانال ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کندهار کې طالب سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» په نامه کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شو.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا کانال د ملګروملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه کانال څلور کیلومتره اوږدوالی، څلورمتره پراخوالی او ۱.۷ متره لوړوالی لري.

د معلوماتو له مخې دغه کانال د ۷۷۰۰ هکټاره ځمکې خړوبولو زمینه برابره کړې او د یاد ولایت د کرنیزسکټور په پرمختګ کې حیاتي رول لري.