کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د اسرائيلو په تازه هوايي بریدونو کې چې د فلسطین په جبایله، شاطئي، دیر البلح او شجائیه سیمو کې ترسره شوي، ۳۰ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
د اسراييلي رسنیو د خبر له مخې؛ د غزې په شمالي سيمو کي د نښتو په تر کې ۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي، دغه راز په تیرو ۵ ورځو کې 70 فلسطيني ماشومان شهيدان شوي دي۔
یونیسف وايي، د غزې شاوخوا ۱،۱ میلیونه ماشومان د مرگ له گواښ سره مخ دي.
له بلې خوا په غزه کې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د اوربند هڅې پیل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرایلي رسنۍ ادعا کوي چې د اسرایلو یو لوړ پوړی پلاوی دوحې ته رسیدلی او د حماس او اسراییلو خبرې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي.