افغانستانخبرونه

په هیواد کې تر ۱۵ میلیونو ډېرې برېښنایي پېژند پانې وېشل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د احصائیې او معلوماتو اداره وایې، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پېل راهیسې له ۱۵.۱۸ میلیونو ډېرو کسانو دا پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

دغه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو بیاځل واکمنۍ راهیسې پر نږدې نهه میلیونه کسانو برېښنايي ېژندپاڼې وېشل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا پر نهه میلیونه او ۶۷ زره نارینه‌وو او پر پنځه میلیونه او ۹۵۲ زره ښځو برېښنايي ېژندپاڼې وېشل شوي دي.

د احصائیې ادارې د مالوماتو پر بنسټ تر نورو زیاتې پېژندپاڼې په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار او نورو ولایتونو کې توزیع شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لاهم هیوادوال شکایت کوي چې د برېښنايي پېژندپانو بېې لوړې او د ترلاسه کېدو په برخه کې یې له ستونزو سره مخ دي.