خبرونهنړۍ

لبنان کې د شل تنو جسدونه موندل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په لبنان کې د مرستې او ژغورنې ډلو د دغه هېواد په سویل کې د شل تنو جسدونه موندلي.

د را پورونو له مخې؛ دا جسدونه د لبنان په طیر حرفا او علما الشعب ښارونو کې موندل شوي دي، چې په وروستیو کې د اسرائیلو په بریدونو کې یې خپل ژوند بایللی.

که څه هم د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ اوربند شوی وو، خو له دې سره، سره اسرائیلو په لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی وو.