کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د مشر ملا هبت الله لخوا د فرمان له صادریدو وروسته، چې د پښتورګو پیوند یې منع کړ؛ د کابل په یوه روغتون کې دوه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ
دا حکم شپږ میاشتې وړاندې صادر شو او لا د مخه یې د ناروغانو لپاره ډیرې ستونزې رامینځته کړې دي.
د طالبانو مشر د دې حکم لپاره انساني کرامت د پلمې په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې دا به د بدن د غړو د قاچاق مخه ونیسي.
اوس، په کابل او هرات کې خصوصي روغتونونه، چې پخوا یې د بډوډو پیوندونه ترسره کول وايي د دې عملیاتو بندول به د هغو ناروغانو د مړینې کچه لوړه کړي چې پښتورګو ته اړتیا لري.
بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې یو تن ناچاره د خپلو اولادونو د نفقې تر لاسه کولو په موخه په عمومي سړک ولاړ او د خپلو ګردو د پلور اعلان کوي.