کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې جاپان له دغه هېواد سره ۱.۵ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
د یادې ادارې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، دا اندازه پیسې یې ترلاسه کړې او دا پیسې به په کندهار، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د میندو، ماشومانو او ځوانانو د روغتیا په برخه کې ولګول شي.
جاپان تر دې وړاندې هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د پیسو مرسته کړې وه.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ، چې په هېواد کې له اړمنو سره د مرستې په موخه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۷۱۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.