کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پروان کې ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو له زندان د یو ډاکتر د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا د محمدشریف ایوبي په نوم یو ډاکتر له طالبانو سره لس میاشتې بندي و او څو ورځېمخکې له بګرام زندان څخه ازاد شوی دی.
د مالوماتو له مخې محمدشریف ایوبي د تېر کال د پروان په جبلالسراج ولسوالۍ کې له خپل درملتون څخه وړل شوی و.
تراوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.