افغانستانخبرونه

شاه محمود میاخېل: طالبان د څلور لارو جوړولو په بهانه تاریخي ځايونه ختموي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د تېر جمهوري نظام يو لوړ پوړی چارواکی شاه محمود میاخېل وايي، طالبانو عملاً د څلور لارو د رغولو په بهانه باندې د تاریخي ځايونو له منځه وړلو چاره روانه کړې ده.

نوموړي د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د سره رود دوسرکې سیمه کې د ښاروالۍ له لوري نوي ډیزاین شوي څلي ته په اشارې سره ويلي چې طالبان غواړي په دغې چارې د دغې څلور لارې تاریخي ارزښت چې دا ځای د شهيد محمد يوسف ميړني په نوم نومول شوی و، د نارنج په چوک بدل کړي.

د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاخېل

میاخېل چې يو وخت د ننګرهار والي او بیا يې د دفاع وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې، وايي، د ننګرهار د ولايت پرمهال يې د ښاروالۍ په همکارۍ ډېر تاریخي ځايونه نوي او بیارغولي چې اوس يې اکثریت طالبانو بېرته له منځه وړي دي.

هغه د سراج العمارت بڼ مخې ته د غازي امان الله خان څلی یاد کړی چې طالبانو د غازي امان الله خان مجسمه سپينه کړې، تورخم کې يې د غازي امان الله خان او خان عبدالغفار خان (پاچا خان بابا) انځورونه سپين کړي او ځينې نور ځايونه يې هم خراب کړي دي.

شاه محمود میاخېل دا څرګندونې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي.