افغانستانخبرونه

عمر داودزی:هيله ده طالبان په ۲۰۲۵ کال کې بین الافغاني خبرو ته لار خلاصه کړي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د کورنيو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی وايي، د طالبانو وروستيو کړنو د يو ملي وحدت لرونکي حکومت ته هيله مند کړی او له طالب چارواکو غواړي چې په ۲۰۲۵ کال کې دې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره لاره خلاصه کړي.

نوموړی چې په تېر جمهوري نظام کې په بېلابېلو دندو پاتې شوی، ولسمشرۍ ماڼۍ ته نوماند شوی او وروستۍ رسمي دنده يې د کورنيو چارو د وزیر په توګه ترسره کړې، وايي په دې وروستيو کې په هېواد کې د واکمنې ډلې (طالبانو) څرګندونو هيله مند کړی دی.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه ليکلي دي: (پدې وروستیو کې دحاکمې ډلې دځینې مقاماتو څرګندونې ماته هیله بښونکې ښکاري. هیله ده چې دوی داحقیقت درک کړې وي چې موږ افغانان بله چاره نه لرو بغیر لدې چې ګډ ژوند وکړو – داسې یوه فضا رامینځ ته کړو چې ټول افغانان يو ځای په خپل هېواد کې د اطمینان او عزت ژوند وکړی شي. تر څوبه پدې خبیثه دایره کې بند پاتې یو چې یوه ډله حاکمه او بله په زندان اویا جبري هجرت محکومه وي. نوربس نه دی؟.)

داودزی هيله مند دی چې طالبان په ۲۰۲۵ کال کې د بین الافغاني خبرو لپاره زمينه برابره کړي او يو داسې حکومت رامنځته کړي چې ټولې ډلې او ټول افغانان په کې دخيل وي او ګډ ژوند وکړي.

خو طالب چارواکو که څه هم د محمد عمر داودزي د وروستيو څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي خو تل يې ټينګار کړی چې په خپل حکومت کې به سیاسي ګوندونو او سیاسي ډلو ټپلو ته ځای ورنکړي.