افغانستانخبرونه

متقي: متحده امارت په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره ۴۰۰ ميليونه ډالرو مرسته کوي

 کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وايي، د متحده عربي اماراتو چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ۴۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت مرستې وکړي.

امير خان متقي چې د متحده اماراتو له سفارت بېرته هېواد ته ستون شوی، نن يې د بهرنيو چارو په وزارت کې د يوې غونډې پرمهال دا څرګندونې کړې دي.

هغه زیاته کړه، په دغه سفر کې ورسره د بېلابېلو وزارتونو استازو برخه اخېستې وه چې هلته د ورتګ سره سم يې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزیر عبدالله بن زاهد سره ولیدل او په بېلابېلو مسایلو يې خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې د دوبۍ ښار قونسلګري به جنرل قونسلګرۍ ته لوړېږي.

دی وايي، د اماراتو په سفر کې يې د دغه هېواد له چارواکو سره په دې هم خبرې کړي چې افغانستان به په دغه هېواد کې د خپلو سوداګريزو توکو د خرڅلاو لپاره ځانګړی بازار ولري چې هغوی ورسره هوکړه کړې ده.

متقي وايي، د اماراتو له چارواکو سره په ګډه يې د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو د پراختيا او ستونزو د حل په موخه يو ګډ کمېسیون هم رامنځته کړ چې دغه کمسیيون په په ګډه د ستونزو د حل او اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره کار کوي.

دی زياتوي چې متحده اماراتو ورسره د هوایي چلند برخه کې د همکارۍ ژمنې هم وکړې دغه هېواد کې به افغان ځوانانو ته د هوايي چلند برخه کې د زده کړو زمينه برابرېږي.