افغانستانخبرونه

هېواد ته راستنېدونکو پانګوالو ته په صنعتي ښارګوټو کې ځمکې او امتیازات ورکوو

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د طالبانو د ریاست الوزار اقتصادي مرستيال وايي، هغو افغان پانګوالو ته د نورو امتیازونو سربېره په صنعتي ښارګوټو کې د فابریکو د جوړولو لپاره ځمکې هم ورکول کېږي چې هېواد ته راستانه شي او دلته پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې نن په کابل کې د (په افغانستان کې پانګونې ته بلنه) تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.

په دې کنفرانس کې د طالبانو د کابینې یو شمېر غړو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، د نړیوالو بنسټونو استازو، ملي سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور استازو برخه اخېستې وه.

غونډې ته د وينا پرمهال ملا برادر وويل چې د دوی حکومت د هېواد د اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اساسي ګامونه اخیستي.

دی زیاتوي چې د دغې ډلې رهبر د يو ځانګړي فرمان له مخې هغو سوداګرو او پانګوالو ته چې هېواد ته راستنېږي په صنعتي ښارګوټو کې ورته د فابریکې د جوړېدو لپاره ځمکې ورکول کېږي او نور امتيازات هم ورکول کېږي.